دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 182791
اجرائيه رئیس په اردن کې:

طالبان له خپل دريځ څخه نه دي شا شوي

طالبان له خپل دريځ څخه نه دي شا شوي
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د منځني ختیز او شمالي افریقا لپاره د اقتصاد نړیوالې مجمع په حاشیه کې د افغان سولې د مذاکراتو د ستونزو او فرصتونو په اړه وینا وکړه.
اجرائيه رئيس له افغان سولې د امریکا متحدو ایالاتو په ملاتړ د ټینګار ترڅنګ وویل، چې لا هم طالبان په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین پر وړاندې ستر خنډ دي.
هغه هیله وښوده، چې د سولې پروسه پایلې ته ورسېږي او په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي، ځکه جګړو او تاوتریخوالي د اقتصادي پراختیا په برخه کې له افغانانو بې شمېره فرصتونه اخیستي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د بیان ازادۍ، د مدني ټولنو د فعالیتونو، د ښځو د حقونو مدافع ادارو، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د میلیونونو نجونو او هلکانو د حضور په ګډون ستر ټولنیز بدلون ته په اشارې وویل، چې وسله والې ترهګرې ډلې لکه طالب، القاعده او داعش په افغانستان کې د یو بل په همکارۍ فعالیت کوي. خو ټولو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه طالبانو برابره کړې ده.
اجرائيه رئیس د دې بیان په ویلو سره چې طالبان تر اوسه هم د ښځو د حقونو او ټولنیزو ازادیو په اړه له خپل دريځ نه دي اوښتي وویل: طالبان خپل سختګیرانه او د مدرنو ارزښتونو ضد کړنې پروپاګنډ ګڼي او مدعي دي چې دوی د بشري حقونو او د ښځو د حقونو بهترین تطبیق کوونکي دي.
اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل کوونکي په توګه او د سترو طبیعي ذخایرو په درلودلو د یوه نوي او باظرفیته نسل په ظهور سره د پانګونې او اقتصادي پراختیا لپاره ښه فرصتونه لري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnx0ffyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته