د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تیره ورځ شنبه د حمل په ۱۷ نیټه، د ۸۴۰ څخه ډیر سیمه ایز اردو سرتیری د زده کړو وروسته د تندر قول اردو څخه زده کړو مرکز څخه فارغ شوی او قرار دی پکتیا ۷ ولسوالیو کې ځای پرځای شی.
جنرال دادان لونګ، تندر قول اردو قومانده ددی سرتیرو فراغت په مراسمو کې وویل: د پکتیا په سلهاوو غیور ځوانان د زده کړو وروسته سیمه ایز پولیسو سره یوځای شوی ترڅو وکولای شی خپل وطن او کورونو څخه دفاع وکړی او افغانستان دشمنانو تخریبی اعمالو مخه ونیسی.
د لونګ په وینا، دا ځواکونه د خلګو د امنیت تامین په مقصد د پکتیا په ۷ ولسوالیو کې به ځای پرځای شی.
فارغ شوی سرتیری قرآن کریم باندی خپل لاسونو کښیښولو سره وعده ورکړ چی خپل وینی آخری قطرو پوری، د وطن څخه به دفاع وکړی.
یادولو وړ دی چی مخکې هم نږدی ۶۰۰ ملی اردو سرتیری هم د تندر قول اردو څخه فارغ شوی وو.