دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 182813
پاکستان لومړۍ وزیر ته قوماندان تادین خان ورورګلوۍ مشوره
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال تادین خان، د پاکستان لومړي وزیر عمراخان او ټولو هغو کړیو ته، چې پر پښتونخوا او بلوچستان باندې د یرغل ملاتړ کوي، مشوره ورکړې چې د پښتنو او بلوڅانو له خاورې دې خپل پاکستاني عسکر وباسي.

د کندهار امنیې قومندان جنرال تادین خان په داسي حال کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه غبرګون ښيي چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي وو چې، عمران خان دې په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه، نا مسولانه څرګندونې دې نه کوي، افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه دې ورته درناوي وکړي او له نامسوله څرګندونو څه دې ډ ډه وکړي.  
دا په داسې حال کې دي چې عمران خان دوه  ورځې مخکې  په جمروډ کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال، د درېیم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز یو ځل بیا تکرار کړ او وې ویل چې، افغانانو ته  د ورورګلوۍ مشوره ورکوي، هغه دا ده چې په افغانستان کې دې لنډ مهاله حکومت جوړ شي تر څو دغلته سوله ټینګه شي.
 
https://avapress.com/vdcizrazpt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته