دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 182817
د طالبانو ترڅنګ داعش هم د کانونو له غیر قانوني کیندونو ګټه اخلي ـ اروپايي ټولنه
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر د افغانستان د کانونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د طالبانو ترڅنګ، غیر مسؤل وسله او داعش ډله هم د کانونو په غیر قانوني کیندونو کې لاس لري.

پیري مایدون چې د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۸مه» یې کابل کې د جیولوژیستانو د نړې ورځې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وویل، چې طالبان، جنګ سلاران او داعش په افغانستان کې د کانونو له غیر قانوني کیدونو څخه دومداره ګټه اخلي.
هغه زیاته کړه:" بدبختانه چې افغانستان سږ کال هم د پیسو پاکولو او د تروریزم د تمویل له اړخه د خطر ناکه هېوادونو په لېست کې ځای لري، نو باید د غیر قانوني کیدونو په جدي ډول مخه ونیول شي."
د نوموړي په خبره، که چیري په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کیندونو مخه ونه نیول شي، د دغه هېواد نړیوال شهرت ته به زیان ورسیږي.

په دغه غونډه کې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم ومنل، چې افغان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې ونه توانېدی چې له کانونو څخه په ښه توګه کار واخلي.
ښاغلي دانش زیاته کړه: "نن ورځ له طبیعي منابعو څخه ساتنه د افغانستان د ټولو خلکو مسؤلیت دی، خصوصي سکټور هم باید د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او کانونو ته د ملي پانګې په سترګه وګوري، او له حکومت سره په دې اړه د قوانینو په تطبیق او له فساد سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي."
پر همدې په افغانستان کې د شفافیت څار بنسټ مسؤلین هم وايي، چې افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه د یو روښانه پلان په طرحه او عملي کولو نه دی توانېدلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsiqsm2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته