ملي دفاع وزارت زیاته کړې؛ دغه بریدونه د یادې ولسوالۍ پر اکازیي سیمې او امنیه قومندانۍ تر سره شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دغو بریدونو کې د وسلوالو طالبانو ۳۵ بېلابېل موتر، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
له تېرو څو ورځو راپدیخوا د دغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او ښکېلې خواوې هم له درندو ځاني زیانونو سره مخ شوي دي.
ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې سیمې ته د ولسوالۍ د ژغورلو لپاره کماندو ځواکونه لیږل شوي او وسلوالو طالبانو ته نه یوازې درنده مرګ و ژوبله اوښتې، بلکې د امنیه قومندانۍ محاصره هم ماته شوې او یو شمېر پوستې بېرته امنیتي ځواکونو نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)