کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بالامرغاب کې جګړې په سلګونه کورنۍ بې‎ځایه کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1398 ساعت 17:59

د بادغېس بالامرغاب ولسوالۍ کې له تېرو درې ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.



امنیتي چارواکي وايي چې د هوايي بریدونو له زیاتوالي او سیمې ته د تازه دمو سرتېرو او تجهیزاتو له رسېدو وروسته، د جګړې شدت یو څه را کم شوی دی.
د سیمې امنیتي چارواکي بیا په دې نښتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه خبرې کوي.
د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو ريیس ارکان برید جنرال زمری فیضي وايي:«په بالامرغاب کې ګډ پوځي عملیات پیل شوي چې تېره شپه په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۵۸ تنه طالب اورپکي وژل او ټپيان شوي دي او همدارنګه په ابکمري ولسوالۍ کې هم ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.»
خو بلخوا بیا په سیمه کې سرچینې وايي چې د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او بازار لا هم د طالبانو په ولکه کې دی.
له دې سره جوخت، په ولسي جرګه او همدارنګه ولایتي شورا کې د بادغیس د خلکو استازي وايي چې په بالامرغاب کې په سلګونه کورنۍ اړې شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.
ولسي جرګې ټاکنو بریالی اعلان شوی ضیاالدین اکازی څرګندوي:«تراوسه پنځه تر لس زره کورنۍ له خپلو کورونو بې‎ځایه شوې دي. خو له هغوی سره هېڅ مرسته نه ده شوې؛ ځينې یې بادغيس ته تللي، ځينې یې هرات او ځينې یې هم نورو سیمو ته پناه وړې ده.»
بل لورته بیا سیمه کې امنیتي سرچینې وايي، د هوايي ځواکونو له عملیاتو وروسته، اوس ځمکنۍ قواوې له سیمې د طالبانو د شړلو لپاره عملیات کوي.
خو د سیمې اوسېدونکي بیا وضعیت اندېښموونکي ګڼي او په ځڼد سره د مرستې پر لېږلو نیوکه کوي.
دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې پر بالامرغاب ولسوالۍ طالبان برید کوي. په دې نښتو یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر نور بیا اسیران شوي دي.
 


د مطلب کود: 182831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182831/بالامرغاب-کې-جګړې-په-سلګونه-کورنۍ-بې-ځایه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com