دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 182834
بدخشان او کندز ولایتونو کې سېلابونه ځانې او مالې زیانونه اړولی دی
په بدخشان کې چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو په ٦ ولسواليو کې ٢ تنه مړه کړي دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس سيد عبدالله دهقان وويل، دغو سېلابونو مالي زيانونه هم اړولي دي.
دی وایي:
"د کشم ولسوالۍ په سطحه شااوخوا ١٣٠ کورونه تخريب شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، کانالونه، پلچکونه او سړکونه خراب شوي، کشم ولسوالۍ ته د تګاب لار بنده شوې، په نسى ولسوالۍ کې ٢ شهيدان لرو او په درايم ولسوالۍ کې ٥٠ کورونه تخريب شوي دي."
په کندوز ولايت کې هم د سېلابونو له کبله خلکو ته د اوښتو زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
په کندوز کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس محمد کريم کريمي ويلي چې سېلاب ځپلو سيمو ته د سروې ډلې لېږل شوې دي.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزير په حواله، سېلابونو د پسرلي له پیله ۴۵ کسان مړه کړي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
https://avapress.com/vdcbf5b8arhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته