کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور کې طالبانو نیمه شپی برید/ دوه سرتیری شهید شوی او امنیتی پوستی تجهیزات په تاراج وړل شوی

19 حمل 1398 ساعت 10:42

طالبان، تیره نیمه شبه د غور ولایت مرکز اشترغان په سیمه کې یو امنیتی پوستی باندی برید کړی چی په لړ کې یی دوه تنه امنیتی سرتیری شهید شوی دی. همدارنګه دا ډله د سیمی پریښودو مخکې، ددی پوستی ټول تجهیزات د ځان سره وړی.



سید نادرشاه بحر؛ د غور نمایندګانو مجلس پخوانۍ غړۍ د آوا خبرګزاری سره په مصاحبه کې وایی چی تیره شپه ۱۲ بجی شپه، طالبان اشترخان سیمه کې امنیتی پوستی باندی برید کړی. په دی پوسته کې ۵ تنه امنیتی سرتیری حضور درلود، چی دوه تنه یی شهید او دری تنه نور یی پوستی پریښودلو باندی مجبور شوی.
هغه زیاته کړه چی طالبان د سیمی پریښودو مخکې، په دی امنیتی پوسته کې ټول شته تجهیزات د ځان سره وړی.
همدارنګه عبدالحی خطیبی؛ د غور والی ویاند د آوا خبرګزاری سره په مصاحبه کې وویل چی تیره شپه طالبان اشترخان سیمی یو امنیتی پوستی باندی برید کړی خو تلفات په اړه یی جزییات په لاس کې نسته.


د مطلب کود: 182864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182864/غور-کې-طالبانو-نیمه-شپی-برید-دوه-سرتیری-شهید-شوی-او-امنیتی-پوستی-تجهیزات-په-تاراج-وړل

آوا
  https://www.avapress.com