دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 182873
نشنل انټریسټ: د حمدالله محب موقف د بېرته ورغول شي
حمدالله محب د روان زږدیز کال په مارچ میاشت کې، د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی و او هلته یې د خپلو خبرو پر مهال تور پورې کړ چې خلیلزاد خپلې موخې او هیلې لري.

نشنل انټریسټ ورځپاڼه په امریکا کې د بروکینګز انستیتوت د بهرنۍ پالیسۍ د پروګرام د څیړونکي او مشر له قوله لیکي، واشنګټن اوس اړتیا لري چې، د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وبښي او د امریکا او افغانستان ترمنځ په معاملو کې د نوموړي موقف بیرته ورغول شي ځکه چې، په دیپلوماسۍ کې مشهوره خبره ده چې، له دښمن سره په معاملو کې، متحدین نشي بیلیدلی او ان تردې چې د بېلېدو تصور هم ونشي کړای.
حمدالله محب د روان زږدیز کال په مارچ میاشت کې، د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی و او هلته یې د خپلو خبرو پر مهال تور پورې کړ چې خلیلزاد خپلې موخې او هیلې لري.
نوموړي دا هم وویل چې خلیلزاد د خپلې شخصي ګټې په پار غواړي لنډ مهاله حکومت رامنځته کړي چې دی په خپله په راس کې کې وياو د ولسمشر غني متنخب حکومت ځنډې ته وباسي.
ورځپاڼه لیکي چې، د حمدالله محب د وروستیو څرګندونو وروسته امریکایي چارواکو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا لارښوونه شوې چې، له حمدالله محب سره کار ونلري او په هغو ناستو کې چې نوموړي ګډون کوي، برخه وانخلي.
د ورځپاڼې په حواله، ښایي پمپیو پدې ښه پوهیږي چې، محب د خپل ځان لپاره نه، بلکې د ولسمشر غني لپاره خبرې کړې، خو ولسمشر غني له ټولو خواو راګیر دی او د ځینې انديښنو او تشویشونو له وجې د وبښل شي.
ورځپاڼه لیکي: « ولسمشر غني لږ آرام ته اړتیا لري. د نوموړي د اندیښنې کچه مالومیږي، دا وړ اندیښنې د غوښتل شویو موخو سره سرنخوري. خلیلزاد او د ولسمشر ټرمپ ادارې په وار وار ویلي چې، تر څو چې د اوربند او له افغان دولت سره د طالبانو د خبرو او نورو ټولو اړخونو په اړه هوکړه نوي شوې، وروستۍ هوکړه نه کیږي. په نړۍ کې د داعش او القاعده ترهګرو له منځه وړل د ټرمپ کلکه ژمنه ده.»
د ورځپاڼې په ټکو، واشنګټن اړتیا لري چې، حمدالله محب ته بښنه وکړي او د افغانستان او امریکا ترمنځ په معاملو کې د نوموړي موقف بیرته ورغوي. دا په پمپیو او ټرمپ پورې اړه نلري، چې ګواکی دوی ښه خلک او یا درانه دیپلوماټان دي.
پدې اړه دلیلونه خورا روښانه او ساده دي، په دیپلوماسۍ کې عامه خبره ده چې، له دښمن سره په معاملو کې، متحدین نشي بیلیدلی او ان تردې چې د بېلېدو تصور هم ونشي کړای او دښمن د وېش او فتحې لپاره فرصت ونلري. مونږ باید په افغانستان کې طالبانو ته غلطه نظریه ورنکړو، د دغه ډله فکر کوي چې دوی ګټوونکي دي. هغه متل دی چې وایي، که امریکایان ساعتونه لري، طالبان وخت لري.
که چیرې طالب مشران پردې پوه شي چې، د ټرمپ او غني ترمنځ سړه جګړه رامنځته شوې، نو د دوی به خپله زیرکه لوبه نوره هم پر هغه لوري بوزي، چې انتظار یې کوي.
ورځپاڼه لیکي، د حمدالله محب څرګندونې سمې نه وې، ډ ټرمپ ادارې ته پکاره وه چې داسې څرګندونې وکړی، خو راځئ اوس بیا د نوموړي موقف ورغوو او مخکې لاړ شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefw8zxjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته