دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 182912
افغان حکومت: د سولې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به ګټور وي
د افغانستان حکومت وایي، له طالبانو سره د سولې موافقې په صورت کې د دې موافقې د تطبیق لپاره د اروپایي ټولنې تضمین به مؤثر وي.
افغان حکومت وایي، اروپایي ټولنه تر دې وړاندې هم د نورو هېوادونو د سولې موافقې د پلي کېدو د ضمانت تجربه لري او که دا کار د افغانستان په برخه کې هم وکړي، نو مؤثرې پایلې به ولري.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري زیاته کړه:​"په نورو ځایونو کې هم چې د سولې پروسه مخته تللې او بیا د سولې موافقه لاسلیک شوې، د دې لپاره چې د دې موافقې عملي کېدل هم یوه اوږده پروسه وي، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپایي ټولنه یوه بې‌طرفه تضمین کوونکې پاتې شوې ده. اروپایي ټولنه دا تجربه لري دلته به هم همدا رول ولري او دا یې ویلي چې که غوښتنه ترې وشي نو اماده ده. نو خپل مؤثریت به ولري."

د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره اعلان وکړ چې دا اتحادیه چمتو ده چې د افغانستان د سولې د پروسې ضمانت وکړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلو اړخونو د موافقې په صورت کې دا ټولنه د دې پروسې ضمانت او په دې برخه کې سیاسي او مالي ملاتړ ته چمتو ده.
د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په لوګزامبورګ کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسه کې د اروپايي هېوادونو د رول او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.


 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizrazrt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته