دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 182922
بګرام کې ۳ امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي وژل شوي
درې امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي تېر ماښام کابل شمال ته د بګرام هوایي ډګر ته نژدې په یوه برید کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو تېر ماښام دا خبره وکړه.
وسله‌والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.
امریکا او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه کسان د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول.
د اعلامیې له مخې درې امریکایي سرتېري په‌دې پېښه کې ټپیان دي او اوس تر درملنې لاندې دي.
اعلامیه د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو کسانو نومونه نه‌دي ښودلي.
طالبانو ویلي چې د چاودیدونکو موادو ډک موټر یې د بګرام هوایې اډې ته نژدې الوزولی دی.
تر دې وړاندې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې برید کې د نړیوالو ځواکونو دوه زغره‌وال موټر ویجاړ شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88ev8uqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته