کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بګرام کې ۳ امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1398 ساعت 9:51

درې امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي تېر ماښام کابل شمال ته د بګرام هوایي ډګر ته نژدې په یوه برید کې وژل شوي دي.



په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو تېر ماښام دا خبره وکړه.
وسله‌والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.
امریکا او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه کسان د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول.
د اعلامیې له مخې درې امریکایي سرتېري په‌دې پېښه کې ټپیان دي او اوس تر درملنې لاندې دي.
اعلامیه د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو کسانو نومونه نه‌دي ښودلي.
طالبانو ویلي چې د چاودیدونکو موادو ډک موټر یې د بګرام هوایې اډې ته نژدې الوزولی دی.
تر دې وړاندې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې برید کې د نړیوالو ځواکونو دوه زغره‌وال موټر ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 182922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182922/بګرام-کې-۳-امریکایي-سرتېري-او-یو-قراردادي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com