دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 182932
عمران خان افغان سوله کې امریکا ته د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړی
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د افغان کړکېچ د سوله ییز هواري یوازینۍ لار سیاسي خبري اترې دي او وايي، د طالبانو په ګډون د ټولو خواو سره د سولې خبرې به ښې پایلې ولري.

ښاغلي خان پرون دوشنبه په اسلام اباد کې د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال کینتهن میګنبر سره د لیدنې پرمهال دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دغه هېواد راتلونکی خپله افغانان ټاکي.
د پاکستان د دولتي راډیو د پور له‌مخې عمران خان دغه لوړي پوځي امریکايي چارواکي ته ډاډ ور کړی چې پاکستان د افغان کړکېچ په سوله ییز هواري کې رغنده رول تر سره کړی چې په راتلونکې کې به هم په دغه برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
عمران خان پر داسې مهال د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکوي چې زلمي خلیزاد تېره اونۍ پاکستان ته د سولې په تړاو د خپل سفر پرمهال د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو سره کتنو کې قطر ته د طالبانو مرکچي د استازو د سفر په برخه کې د اسانتایو برابرولو له امله مننه کړې وه.

دغه هېواد تېر کال د ښاغلي خلیلزاد په غوښتنه یو لوړپوړی طالب چارواکی ملا عبدالغني برادر له خپل زندان څخه خوشي کړ.
پاکستان چې ویل کېږي پر افغان طالبانو زیات نفوذ لري، افغان حکومت تل له دغه هېواد څخه د سولې په برخه کې له هېواد څخه د عملي همکارۍ غوښتنه کړې ده.
عمران خان دا څرکندونې پر داسې مهال کړي، چې تر دې مخکې درې ځلې په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی.
هغه تېره اونۍ په دې اړه پخپلو تازه څرګندوو کې یو ځل بیا وویل، که افغان چارواکي غواړي د ولسمشرۍ ټاکنې د سولې د بهیر په یوې برخې واوړي، ښایي دې ته اړتیا وي چې یو موقت حکومت جوړ شي.
افغان حکومت د لنډمهالې حکومت په اړه د عمران ټولې څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وبلل او له پاکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه درناوی وکړي.
نوموړي تېره اونۍ د خیبر پښتونخوا په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په اړه د خپلو څرګندونو د سپیناوي په اړه وویل چې "دا مداخله نده بلکې د وروولۍ مشوره ده."
 
https://avapress.com/vdcaeun6u49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته