دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 182933
ډیورنډ کرښې ته نژدې د طالبانو برید کې ۱۷پولیس وژل شوي ـ سرچینه
د ډیورنډ کرښې ته نږدې تیره شپه د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۷ افغان پوليس وژل شوي.

برید د سپین بولدک او – ښورابک ولسوالیو ترمنځ د لويې لارې پر سر د پوليسو پر پوستو شوی دی.
د کندهار یوه امنیتي مقام د سې شنبې په ورځ‌ د «وري میاشتې پر ۲۰مه» د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې په پېښه کې ۱۷ پوليس وژل شوي، ۱۵ ټپیان او ۱۰ تنه نور هم وسله والو له ځان سره ژوندي یرغمل کړي دي.
سرچیني زیاته کړه چې د پېښي سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي او وسله وال تر برید وروسته له سیمي پر شا شوي دي.
منبع وايي، چې د دولت وسله والو مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو سیمه لیرې ده او په دې اړه وروستي معلومات لاهم ندي تر لاسه شوي.
پېښه دقیقاً د سرو څاهانو په سیمه کې رامنځته شوې چې د امنیتي مقاماتو په وینا وسله والو تر برید وروسته د ډیورنډ کرښي پاکستاني لور ته اوښتي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د پېښي په اړه اشنا راډیو ته وويل چې د وروستیو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته به د پېښي په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
بلي خواته افغان ګډو ځواکونو د کندهار – اروزګان ترمنځ د لويې لاري د خلاصون په موخه نظامي عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د وژل کیدو ادعا کوي.
د کندهار پوليس مقامات وايي، چې د یادي لارې اوږدو کې امنیتي ګواښونه له‌منځه تللي او د راتلونکې امنیت لپاره يې نوي امنیتي پوستې ځای پر ځای کیږي.
د کندهار امنیه قومندان په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې زیاته کړې چې امنیتي قواوو د کندهار – اروزګان د لويې لاري امنیت ته نوی پلان چمتو کړی.
وسله والو طالبانو د کندهار – اروزګان د لويې لاري په اړه کومه تبصره نده کړې خو د ښورابک ولسوالۍ د پېښي مسئولیت يې په غاړه اخیستی او حکومتي سرتیرو ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf5b8frhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته