کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په کندز، پکتیکا، کندهار او غزني کې د وسلوالو مهم مرکزونه او کسان په نښه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1398 ساعت 13:16

امنیتي چارواکو وایي چې، په کندز، پکتیکا، غزني او کندهار ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو د مهمو قرارګاوو د ویجاړلو سره سربیره، د دغې ډلې مهمو کسانو په شمول (۴۲) طالب اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې.



ملي دفاع وزارت د یوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو ویلي چې، افغان هوایي ځواکونو د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې، له امله یې (۱۸) ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې، تېره ورځ دوشنبه افغان هوایي ځواکونو د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ترهګرو دوې قرارګاوې او عبدالحکیم مخلص، ملا صادق مشهور په ابو بکر او مرستیال غفار پورې اړوند دوې پوستې په نښه کړې دي چې، له امله یې ۸ ترهګر وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
دې ته ورته، په ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، تېره ورځ د بهرنیو او افغان هوایي ځوکونو په ګډو هوایي عملیاتو کې (۸) وسلوال وژل شوي دي او دغه راز د ترهګرو یوه عراده موټر او یوه قرارګاه یې له منځه تللې ده.
د اعلامیې له قوله، دغه هوایي برید د پکتیکاولایت د برمل ولسوالۍ د ملک شاهي او ګنچي خیلو سیمو کې ترسره شوی.
د اعلامیې په ټکو، دا برید د افغان هوایي ځواکونو د اې نهه ویشت (A-29) ډوله الوتکو په مټ ترسره شوي او زیاتوي چې پدې بریدونو کې یې د وسلوالو یو ضرب دوه اتیا ډوله توپ او یو میل پیکا له منځه وړې.
دغه راز ائتلافي ځواکونو په غزني ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړی چې، له امله یې ولسوالو د یوه استخباراتي مسؤل موسی خان په ګډون څلور وسلوالو وژل شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو وویل چې، دا بریدونه د یاد ولایت د اندړ ولسوالۍ اړوند مټیان علم خیلو او میدادوال سیمو کې تېرماښام ترسره شوی.
همدارنګه تېره ورځ دو شنبه د کندهار پوليسو د کندهار- روزګان پر لويه لار عمليات کړي. د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، چي د عملياتو پرمهال يې ۱۲وسله وال طالبان وژلي دي. قومندان وايي د عملياتو هدف د لوي لاري خلاصول دي، په خبره يې د عملياتو پرمهال پوليسو او ملکي کسانو ته مرګر ژوبله نده اوښتې.
بلخوا د کندهار د ښوراوک ولسوالۍ په سروڅاهانو سیمه کي د سرحدي پولیسو پر پوستو وسله والوطالبانو بريدونه کړي او دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي.
د کندهار امنيه قومندان تادين خان پېښه تايدوي او وايي چي وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په په پېښه کي سرحدي پوليسو ته هم تلفات اوښتي.
طالبانو د بريد مسوليت پر غاړه اخيستی.
دغه راز نن سه شنبه سهار د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کي د سړک غاړې ماین چاودنه شوې . دوالي ویاند عبدالغني مصمم وویل، چې په دغه چاودنه کي یو ملکي وګړی وژل شوی او او دوه امنیتي کسان ټپیان دي.


د مطلب کود: 182939

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182939/چارواکي-په-کندز-پکتیکا-کندهار-او-غزني-کې-د-وسلوالو-مهم-مرکزونه-کسان-نښه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com