کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډیلي نیوز: قطر طالبان راضي کړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1398 ساعت 15:17

د پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي نیوز د قطر هیواد د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله لیکي چې، قطر د طالبانو له سیاسي استازو نه ډاډ ترلاسه کړی چې په دوحه کې د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.


ټاکل شوې د ولسمشر غني د استازي او نورو افغان غیر رسمي سیاسیونو په شمول یو پلاوی د اپریل په (۱۴-۱۵)نېټه له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې مخامخ خبرې وکړي.
په ورځپاڼه کې راغلي چې، د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال ولسمشر غني ته له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د «تمایل» په اړه خبر ورکړی.
دا په داسې حال کې دي چې، له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه د روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ ناسته پرون یک شنبه په کابل کې د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، ولسمشر غني وویل چې، د روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ په لومړۍ ناسته کې به د مصالحې لپاره د استازي د ټاکلو او د قطر په ناسته کې به د افغان حکومت د ګډون کولو د اجنډا او څرنګوالي په اړه پریکړه وشي.
بلخوا طالبان وایي چې د قطر په راتلونکې ناسته کې به د افغان حکومت څوک ګډون ونکړي. پدې اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « یاده ناسته یو داسې کنفرانس دی چې ګډونوال یوازې خپل نظریات او پالسیي پکې بیانوي او خپل دریځ به تر نورو ورسوي، یاد کنفرانس هیڅ کله د مذاکراتو کومه غونډه او مجلس ندی. په یاد کنفرانس کې به د کابل ادارې په نمایندګۍ څوک ګډون نه کوي. که د مسکو د مخکیني کنفرانس په ډول د کابل ادارې کوم اړوند څوک د ګډون کوونکو په لیست کې نیول شوي وي، هغه به یوازې په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایي.»
دا به د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د تېرو درېو میاشتو په موده کې دویمه ناسته وي. په مخکنۍ غونډه کې د ګډون لپاره له ولسمشر غني نه غوښتنه شوې وه چې غونډې ته د سولې شورا غړي واستوي، خو ولسمشر غني د یادې ناستې د چمتوو کوونکو غوښتنه رد کړه.
د مسکو ناستې ته ورته، په دغه ناسته کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ لپاره د نوماند حنیف اتمر په ګډون یو شمېر افغان سیاسیون ګډون وکړي.
ورځپاڼه د افغان رسنیو له قوله لیکي چې، افغان چارواکو ویلي چې، د سولې خبرو لپاره د افغان پلاوی نوملړ به په راتلونکو دوه ورځو کې وړاندې شي.
 


د مطلب کود: 182949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182949/ډیلي-نیوز-قطر-طالبان-راضي-کړي-چې-له-افغان-حکومت-سره-مخامخ-خبرې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com