ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سلطانزي پلازې ته څېرمه نن ماسپښين شاوخوا درې بجې او پنځلس دقيقې د ماين پاکۍ ډاټسن ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې له امله درې مېرمنې او څلور نارينه، چې ټول ملکي وګړي دي او په ياده سيمه کې پلي روان و ټپیان شول.
د معلوماتو له مخې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)