دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 182959
بګرام پوځي اډې ته څېرمه ځانمرګی برید کې دری امریکایی سرتیرو په ګډون یو بل امریکایی وګړی وژل شوی
په افغانستان کې، د غوڅ ملاتړ ماموریت، له لوري د باګرام پوځي اډې ته څېرمه د شوې پروني ځانمرګي برید جزئیاتو خپاره شوي دي.

د اعلامېی له قوله  د باګرام  دغې پوځي اډې ته څېرمه په پروني ځانمرګي برید کې د ۳ امریکایي سرتیرو په ګډون یو بل امریکایي وګړی وژل  شوی دی.
په ورته وخت کې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیز د اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د امریکایا نو پر وړاندې پرونی برید یو بد او ترهګریز عمل و.
ښاغلي پامپیو پر خپله تویټر پاڼه زیاته کړې چې، دغسې بزدلانه حملې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نشي کمزوري کولای.
په ورته وخت کې طالبانو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلی یې دي چې په دغو برید کې یې ۱۰ امریکایي عسکر وژلي او ۲ ټانکونه یې لمنځه وړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcji8evhuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته