کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پلار او زوی د قتل په تور په غزنی کې ونیول شو

20 حمل 1398 ساعت 16:55

غزنی سیمه ایز چارواکې وایی چی یو پلار د خپل زوی سره د خپل یو تن اقاربو قتل په جرم د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، محد قاهر ناصری، د غزنی جنایی جرایمو سره مبارزی مدیر نن سه شنبه د رسنیو سره په مصاحبه کې وویل چی تورن کسان د غزنی مرکز ارزوی سیمې څخه دی.
د هغه په وینا، پلار او زوی دوه ورځې مخکې خپل یو تن نږدی خپلوان د فامیلی مشکلاتو له امله د غزنی ښار دریم حوزه کې د سړه اسلحی په واسطه په قتل رسولی وو او دا کسان نن سه شنبه د غزنی جنایی جرامیو سره مبارزی ځواکونو له نیول شوی دی.
ناصری زیاته کړه چی دا دوه تنه قاتلین خپل جرم باندی اعتراف کړی چی دواړو قضیه ډير ژیر څارنوالی ته به واستول شی.
 


د مطلب کود: 182961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182961/پلار-او-زوی-د-قتل-په-تور-غزنی-کې-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com