کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپیو: هیڅ ترهګریز عمل افغانستان کې زموږ د سولې د هڅو مخه نشي نیولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1398 ساعت 17:24

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په بگرام کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده او دغه تروریستي برید یې سخت غندلی دی.



په افغانستان کې د امریکا پوځ وایي د دوشنبې په ورځ (وري ١٩) د بگرام په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې امریکایي سرتیري او قراردادي وژل شوي دي.
ښاغلي پمپیو ویلي دي چې دا ډول بزدلانه تروریستي اعمال سولې ته د رسیدو په لار کې زمونږ د هڅو مخه نشي نیولای.
هغه په خپل ټویټر لیکلي چې "امریکایي سرتیرو په افغانستان کې ځانونه قربان کړل چې مونږ خوندي اوسو".

د امریکا او ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي دي چې ددغو څلورو تنو د وژل کیدو تر څنگ درې تنه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسولیت منلی دی او ویلي یې دي چې د دوی یو ځانمرگي بریدگر په چاودیدونکو توکیو ډک موټر د ناټو ځواکونو اډې ته نژدې چولی دی. خو د طالبانو دغه ادعا تر اوسه په مستقله توگه نده تائید شوی.
دغه امریکایي سرتیري پداسې حال کې د طالبانو په برید کې وژل کیږي چې دغه ډله د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو په مقصد د امریکایي استازو سره د خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي.
تر اوسه د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ لږ تر لږه پنځه ځلې د تړلو دروتزو تر شا خبرې شوې دي او مقاماتو ویلي دي چې پدغو مذاکراتو کې پرمختگ هم شوی دی.
د طالبانو او امریکایي هیت ترمنځ د خبرو یوه موضوع د افغانستان نه د امریکایي او بهرنیو سرتیرو وتل دي. په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي چې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په عمومي توگه افغان سرتیرو ته د زده کړو ماموریت ترسره کوي.
سرتاسري اوربند او د "بین‌الافغاني" مذاکراتو پیل د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بل پړاو گڼل شوی دی.
امریکایي مقاماتو ویلي دي تر هغه چې پدغو ټولو برخو باندې موافقه ونشي د طالبانو سره سوله به بشپړه نشي. پدغو مواردو کې دا تضمین هم شامل دی چې افغانستان به په راتلونکې کې د هیڅ یو بهرني هیواد په وړاندې گواښ نه وي.
 


د مطلب کود: 182965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182965/پمپیو-هیڅ-ترهګریز-عمل-افغانستان-کې-زموږ-د-سولې-هڅو-مخه-نشي-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com