دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 182974
د طالبانو او افغان حکومت له سولې ضمانت کوو- اروپایي ټولنه
اروپايي ټولنه وايي؛ په افغانستان کې له هغې سولې ضمانت کوو، چې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت تر منځ رامنځته او ورسره د ترهګرۍ مخه ونیول شي.

د افغان سولې لپاره د روانو هڅو په لړ کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني ويلي، چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان سولې ضمانت پر غاړه واخلي؛ خو د سولې د ضمانت ترڅنګ یو لړ  شرطونه هم لري.
هغه زیاتوي؛ په افغان سوله کې باید د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته هم پاملرنه وشي.
 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني څرګنده کړې؛ مونږ په دوه برخو کې رول لوبولی شو؛ هم د سولې تفاهم لیک په عملي کولو کې او هم د سولې د ضمانت په برخه کې. مونږ د هغې سولې ضمانت کوو، چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ وشي، د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي او د لږکیو حقونو ته هم پاملرنه وشي.
ولسمشر غني هم د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ، د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې هوکړې د تضمین او د سولې له هوکړې وروسته د برنامو په پلي کولو کې د همکارۍ په اړه د اروپایي ټولنې له اعلامیې هرکلی کړی او پایدارې سولې ته د افغانستان د رسیدو او په هېواد کې د جنګ د ختمیدو لپاره یاده اعلامیه مهمه بولي.
فدریکا له امریکا سره له ګډو هڅو ډاډه ده او وایي، چې مونږ په کډه د افغانستان له سولې ملاتړ کوو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره به زمینه برابره کړو.
اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغان ستان له سولې ضمانت ته ټټر وهلی، چې ټاکل شوې په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شي او تمه ده، چې پر ځينو مسایلو وروستۍ هوکړې تههم  ورسیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9qtak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته