دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 182977
سمنګان ولایت کې یوه کان کې چاودنې له امله ۶ کان کېندونکي وژل شوی
د سمنګان ولایت په درې صوف ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله ۶ کان کېندونکي وژل شوي دي.

د درې صوف ولسوال احمد علي حسني په دی اړه رسنیو وویل چې د شب باشک په نوم د ډبرو سکرو په کان کې دا چاودنه تېره شپه شوې ده.
د سمنګان په درې صوف کې له زرو زیات د ډبرو د سکرو کانونه دي چې زیاتره‌يې په غیر قانوني توګه کېندل کېږي او همدا غیر مسلکي کېندنه د دې سبب کېږي چې کان کېندونکو ته مرګ ژوبله واوړي.
https://avapress.com/vdcja8evauqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته