دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 183011
طالبان وايي، دسولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي
په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې په مشورتي لویه جرګه کې طالبانو ته په رسمي ډول د بلنې پرېکړه لا نه ده کړې، طالبان وايي، په دغه جرګه کې ګډون نه کوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۱مه» رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې دا ډول پروسې دوی ته د منلو وړ نه دي او نه یې هم پرېکړې مني.
په بیان کې ویل شوي:"اسلامي امارت د خپل اولس په استازیتوب دغه ډول جعلي جرګه او په کې ګډون کول ردوي او له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې په دې حساس تاریخي پړاو کې د دښمنانو د دسیسو ښکار نشي او په دا ډول نمايشي جرګو کې ګډون ونه کړي."
د سولې په اړه د مشوري لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون یوه ویاند علي کاظمي د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې تر دا مهاله په دغه جرګه کې طالبانو ته د ګډون د بلنې په اړه لا پرېکړه نه ده شوې، خو زیاتوي چې غور ورباندې روان دی.
د روانې میاشتې پر ۱۷مه ښاغلي داودزي له طالبانو وغوښتل چې تر خپل کنټرول لاندې سمیو کې خلکو ته اجازه ورکړي چې په دغه جرګه کې ګډون وکړي.
ښاغلي داودزي همدارنګه زیاته کړې وه چې طالبان هم باید د افغانانو په توګه په دغه جرګه کې د ګډون له حقه محروم پاتي نشي.
د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې ۲۵۰۰ تنه پکې ګډون کوي ټاکل شوې د راتلونکي ثور میاشتې پر ۹مه نېټه تر سره شي، چې څلور ورځې به دوام ولري.
افغان حکومت ویلي چې د دغه جرګې د مشورو په ترڅ کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره حدود وټاکل شي چې حکومت به په راتلونکې کې د دغه مشورو په رڼا کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvtevvuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته