خوښ ديک ۰

افغانستان ۱۳ کلونو کې ۵۵ میلیارده افغانۍ سوځولې

د افغانستان بانک چارواکي وایي چې له ۱۳۸۴ کال راپدیخوا هر کال له درېیو تر پنځو میلیاردو زړې او له کاره لویدلې افغانۍ سوځول شوې دي.
افغانستان ۱۳ کلونو کې ۵۵ میلیارده افغانۍ سوځولې

د بانک مرستیال محمد قسیم رحیمي وایي، د پیسو په ساتنه او کارونه کې د خلکو بې پروايي ددې لامل شوې چې هر کال په لوړه کچه پیسې وسوځوي.
د تیرې چهارشنبې په ورځ هم د افغانستان بانک یو میلیارد او اووه سوه میلونه زاړه او سولیدلي بانک نوټونه چې له پلازمینې او نژدې ولایتونو یې راټول کړي وو وسوځول.
د افغاني بانکنوټو د زر زړیدو لاملونه د پیسو ساتنې ته د خلکو کمه پاملرنه، د بانک نوټونو ټيټ کیفیت، د بټوې نه ګرځول او په فزیکې ډول د پیسو ډېره راکړه ورکړه بلل کیږي.

عارف امرخېل چې په کابل کې موټر ته د موبلایل تبدیلۍ دوکان لري او تل په غوړو او تورو لاسونو پیسې اخلې وایې، کار یې داسې دی چې پیسې پاکې نشي ساتلی.
"زمونږ سرو کار له غوړو او سوځېدلو موبلایلو سره دی، ډېر کله پیسې رانه تورې او غوړیږي، خو څه وکړو تر هغه چې لاسونه مینځو او پاکوو یې بیا نو مشترې رانه ځي."
د افغانستان بانک وایې چې په هرو څلورو کلونو کې ۲۴۸ میلونه نوي بانک نوټونه له هیواده بهر چاپوي او د هر بانک نوټ په چاپ درې عشاریه پنځه افغانۍ لګښت راځي.

زړو بانکنوټونو هغه کسان چې د پیسو د ادلون بدلون یا صرافۍ کار کوي د نور پرتله ډېر له ستونزې سره مخ کړي دي.
د افغانستان د صرافانو ټولنې غړی حاجي ځیرک وایي سره له دې چې د افغاني بانکنوټونو د کیفیت د ښه والي او یا د ژر نه خرابېدونکو پيسو د چاپ لپاره نورې لارې چارې شته خو لاهم پدې اړه کوم اقدام ندی شوی.
"د ځینو هېوادونو بانکنوټونه، لکه استرلیایي او کاناډایي ډالر، پلاسیتکي دي، دا ډول پیسې ډېرې کلکې دي او نور هېوادونه هم ورته بانکنوټونه لري، سره لدې چې د پلاستیکي پیسو چاپ ګران پریوځي، خو که موږ دا حساب کړو چې د کال درې یا پنځه میلیارده افغانۍ سوځوو، پلاستيکي هغه په اسانۍ چاپولی شو، ځکه هغه ډېر عمر کوي او ضایعات هم کم لري."
د افغانستان بانک وایي چې دا مهال د ټول هیواد په بازارونو کې ۲۲۳ میلیارده افغانۍ د چلښت په حال کې دي چې لویه برخه یې په فزیکي ډول کارول کیږي.
له دې ستونزې د خلاصون یوه لار پولیمر بانکنوټ یا د پلاستیکي پیسو چاپ بلل کیږي چې دا مهال په ډېرو هېوادونو کې چلښت لري.
خو د افغانستان بانک د عملیاتو چارو امر میرعزیز برکي وایي چې پولیمر بانک نوټونه چاپول ورته ګران پرېوځي او دوی پدې عملا کار پیل کړی چې د پیسو راکړه ورکړه او ټولې معاملې برېښنايي سیستم ته واړوي.
"پلاستیکي یا پولیمر پیسې ډير لګښت لري چې چاپ یې کړو، زمونږ ټول تمرکز پدې دی چې بانکي سیستم الکترونیکي کړو او په هېواد کې د نغدو پیسو کارول راکم کړو، دا کار به زمونږ سره مرسته وکړي چې خلک په اسانۍ خپلې پیسې له یوه، بل ځای ته ولیږدوي او وروسره به د افغاني بانک نوټونو د زړېدو مخه هم ونیول شي."

اقتصادي او بانکي شنونکي وایي، د افغانستان په ټولو لرې پرتو سیمو کې د بانکي سیستم له لارې د ټولو معاملو پلي کول ډېر وخت او امکاناتو ته اړتیا لري.
خو د افغانستان بانک وایې په ۳۳ ولایتونو کې بانکي نمایندګۍ شته چې ۲۸ ولایتونو کې د اې ټي ایم (ATM)، ۳۱ ولایتونو کې د دېبټ کارډ او ۶ ولایتونو کې خلک کرېډېټ کارډ ته لاسرسی لري.

پولیمر بانکنوټونه څه ډول پیسې دي؟

د اقتصادي او بانکي چارو شنونکی او د سعودي په ریاض کې د افغانستان سوداګریز اتشه ریاض سادات چې د پولیمر پيسو په اړه یې څیړنه کړې وایېؤ، د پېسو د چاپ لګښت ته سېنيورېج (Seigniorage) وايي او د استرالیا د مرکزي بانک څېړنې ښيي چې د پولېمر بانکنوټونو د چاپ لګښت د کاغذي هغو پرتله ۱٫۳ (یو اعشاریه درې) ځله ډېر دی، خو لکه څنګه چې د پولېمر بانکنوټونو عمر د کاغذي هغو په پرتله څلور چنده زيات دی، همدا اوږد عمر یې د مرکزي بانک لپاره د پیسو د چاپ او بدیل لګښتونه راټيټوي.
په لسو کلونو کې د پولیمر بانکنوټونو د چاپ لګښت د کاغذي پیسو د چاپ لګښت په نیمايي پرېوځي.
هغه وایې: "پولیمر بانکنوټونه له راڼه پولیمر پلاستیک څخه جوړېږي. نه ژر زړېږي، نه لیک پرې کېږي، نه له لندېدو سره خرابېږي او نه يې هم توده هوا زیانمولی شي. تر ټولو مهمه دا چې جعلي نوټونه يې په اسانه څوک نشي جوړولی."
کاغذي پیسې له ۷۵ سلنه نخ او ۲۵سلنه لیلون څخه او پولیمر بانکنوټونه بیا له روښانه پولیمر پلاستیک څخه جوړیږي.
 

اوسمهال کوم هېوادونه پولیمر بانکنوټونه کاروي؟

پولیمر بانکنوټونه په ۱۹۸۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د استرالیا د مرکزي بانک لخوا بازار ته وروپېژندل شول او په ۱۹۹۶ کې یې خپل ټول بانکنوټونه پولیمر کړل.
پدې برخه کې د اسټرالیا په پل ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم پل واخیست. دا مهال برونای، کاناډا، نیوزیلنډ، پاپوا نيو ګني، رومانیا، ویتنام، برتانیه، نایجیریا، چیلي، ګامبیا، نیکاراګوا، ترینیداد، مکسیکو، مالدیف، موریتانیا، بوتسوانا، مقدونیه، روسیه، ارمنیا، مصر او یو شمېر نور هېوادونه خپل ټول یا څو بانکنوټونه په پولیمر بڼه کاروي.
دا چې ولې ډېرو نورو پرمختللو هېوادونو د کاغذي پیسو پر ځای پولیمر بانکنوټونو ته زړه ندی ښه کړی، دلیل یې دا دی چې دا هېوادونه په ټوله کې غواړي د نغدو پیسو پرځای برېښنایي راکړه ورکړه دود کړي.
له نویېمې لسیزې راپدېخوا خلک د نغدو پر ځای برېښنايي راکړې ورکړې ته ډېر زړه ښه کوي، ځکه ساتنه، ګرځونه او راکړه ورکړه یې د نغدو پر ځای اسانه او خوندي ده.

په افغانستان کې پولیمر بانکنوټونه

د نورو هېوادونو پرتله افغانستان پولیمر بانکنوټونو ته ډېره اړتیا لري.
ویل کېږي د افغانستان بانک پدې خاطر د پولیمر بانکنوټونو چاپ ته زړه نه ښه کوي چې کاغذي بانکنوټونه د پولیمر بانکنوټونو په پرتله ژر چاپ ته اړتیا لري او په هر ځل چاپ په قرارداد کې 'قراردادیانو' ته ډېره ګټه پاتېږي.
که چېرې پولیمر بانکنوټونه چاپ شي، نو د دوی قراردادونه او عایداتي سرچینې به هم ورسره کمزورې شي.
د کاغذي پیسو پر ځای د پولیمر پیسو چاپول له ننګونو څخه خالي بهیر نه دی.
Image caption د افغاني بانکنوټو د زر زړیدو لاملونه د پیسو ساتنې ته د خلکو کمه پاملرنه، د بانک نوټونو ټيټ کیفیت، د بټوې نه ګرځول او په فزیکې ډول د پیسو ډېره راکړه ورکړه بلل کیږي.
د پولیمر بانکنوټونو چاپ د کاغذي هغو پرتله ډېر لګښت او پرمختللې ټکنالوژي غواړي.
له کاغذي بانکنوټونو پرځای د پولیمر بانکنوټونو د چاپ لپاره باید د پیسو د چاپ ماشینونه او سیستمونه هم بدل شي. خو دا چې افغانستان خپلې کاغذي پیسې هم له هېواده بهر چاپوي، دا ستونزه یې ډېره د پام وړ نده.
ددې تر څنګ ښايي د صرافۍ اتومات ماشینونه (ATM) او د پیسو شمېرلو اوسني ماشینونه ددې وړتیا ونلري چې پولیمر بانکنوټونه وشمېري یا یې اصلي او جعلي معلوم کړي، نو د پولیمر بانکنوټونو چاپ سره باید دا ماشینونه هم نوي شي.
ریاض سادات وایې دا چې کابو ټول افغانان په نغدو پیسو راکړه ورکړه کوي، ډیری وخت هېوادوال د زړو بانکنوټونو څخه سر ټکوي او مرکزي بانک د کال پنځه ملیارده له کاره لوېدلې افغانۍ سوځوي.
نو د پولیمر بانکنوټونو ښېګڼو ته په پام، غوره به دا وي چې د افغانستان بانک په ازمېښتي بڼه یو یا څو بانکنوټونه د پولیمر په بڼه بازار ته راوباسي او د وخت په تېرېدو دا لړۍ ټولو وغځوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود: 183021 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *