د افغانستان بانک چارواکي وایي چې له ۱۳۸۴ کال راپدیخوا هر کال له درېیو تر پنځو میلیاردو زړې او له کاره لویدلې افغانۍ سوځول شوې دي.
افغانستان ۱۳ کلونو کې ۵۵ میلیارده افغانۍ سوځولې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حمل 1398 ساعت 13:42
د افغانستان بانک چارواکي وایي چې له ۱۳۸۴ کال راپدیخوا هر کال له درېیو تر پنځو میلیاردو زړې او له کاره لویدلې افغانۍ سوځول شوې دي.
د بانک مرستیال محمد قسیم رحیمي وایي، د پیسو په ساتنه او کارونه کې د خلکو بې پروايي ددې لامل شوې چې هر کال په لوړه کچه پیسې وسوځوي.
د تیرې چهارشنبې په ورځ هم د افغانستان بانک یو میلیارد او اووه سوه میلونه زاړه او سولیدلي بانک نوټونه چې له پلازمینې او نژدې ولایتونو یې راټول کړي وو وسوځول.
د افغاني بانکنوټو د زر زړیدو لاملونه د پیسو ساتنې ته د خلکو کمه پاملرنه، د بانک نوټونو ټيټ کیفیت، د بټوې نه ګرځول او په فزیکې ډول د پیسو ډېره راکړه ورکړه بلل کیږي.
عارف امرخېل چې په کابل کې موټر ته د موبلایل تبدیلۍ دوکان لري او تل په غوړو او تورو لاسونو پیسې اخلې وایې، کار یې داسې دی چې پیسې پاکې نشي ساتلی.
"زمونږ سرو کار له غوړو او سوځېدلو موبلایلو سره دی، ډېر کله پیسې رانه تورې او غوړیږي، خو څه وکړو تر هغه چې لاسونه مینځو او پاکوو یې بیا نو مشترې رانه ځي."
د افغانستان بانک وایې چې په هرو څلورو کلونو کې ۲۴۸ میلونه نوي بانک نوټونه له هیواده بهر چاپوي او د هر بانک نوټ په چاپ درې عشاریه پنځه افغانۍ لګښت راځي.
زړو بانکنوټونو هغه کسان چې د پیسو د ادلون بدلون یا صرافۍ کار کوي د نور پرتله ډېر له ستونزې سره مخ کړي دي.
د افغانستان د صرافانو ټولنې غړی حاجي ځیرک وایي سره له دې چې د افغاني بانکنوټونو د کیفیت د ښه والي او یا د ژر نه خرابېدونکو پيسو د چاپ لپاره نورې لارې چارې شته خو لاهم پدې اړه کوم اقدام ندی شوی.
"د ځینو هېوادونو بانکنوټونه، لکه استرلیایي او کاناډایي ډالر، پلاسیتکي دي، دا ډول پیسې ډېرې کلکې دي او نور هېوادونه هم ورته بانکنوټونه لري، سره لدې چې د پلاستیکي پیسو چاپ ګران پریوځي، خو که موږ دا حساب کړو چې د کال درې یا پنځه میلیارده افغانۍ سوځوو، پلاستيکي هغه په اسانۍ چاپولی شو، ځکه هغه ډېر عمر کوي او ضایعات هم کم لري."
د افغانستان بانک وایي چې دا مهال د ټول هیواد په بازارونو کې ۲۲۳ میلیارده افغانۍ د چلښت په حال کې دي چې لویه برخه یې په فزیکي ډول کارول کیږي.
له دې ستونزې د خلاصون یوه لار پولیمر بانکنوټ یا د پلاستیکي پیسو چاپ بلل کیږي چې دا مهال په ډېرو هېوادونو کې چلښت لري.
خو د افغانستان بانک د عملیاتو چارو امر میرعزیز برکي وایي چې پولیمر بانک نوټونه چاپول ورته ګران پرېوځي او دوی پدې عملا کار پیل کړی چې د پیسو راکړه ورکړه او ټولې معاملې برېښنايي سیستم ته واړوي.
"پلاستیکي یا پولیمر پیسې ډير لګښت لري چې چاپ یې کړو، زمونږ ټول تمرکز پدې دی چې بانکي سیستم الکترونیکي کړو او په هېواد کې د نغدو پیسو کارول راکم کړو، دا کار به زمونږ سره مرسته وکړي چې خلک په اسانۍ خپلې پیسې له یوه، بل ځای ته ولیږدوي او وروسره به د افغاني بانک نوټونو د زړېدو مخه هم ونیول شي."
اقتصادي او بانکي شنونکي وایي، د افغانستان په ټولو لرې پرتو سیمو کې د بانکي سیستم له لارې د ټولو معاملو پلي کول ډېر وخت او امکاناتو ته اړتیا لري.
خو د افغانستان بانک وایې په ۳۳ ولایتونو کې بانکي نمایندګۍ شته چې ۲۸ ولایتونو کې د اې ټي ایم (ATM)، ۳۱ ولایتونو کې د دېبټ کارډ او ۶ ولایتونو کې خلک کرېډېټ کارډ ته لاسرسی لري.
د مطلب کود: 183021