دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 183026
کندهار کې د افغان پوځ یوه هلیکوپټر لوېدلې
کندهار کې د افغان پوځ د يوې نظامي الوتکې د رالويدو په پېښه کې دوه پيلوټان ټپيان شوي دي.

پېښه نن د چهارشنبې په ورځ سهار اوه بجې د کندهار په هوايي ډګر کې د ننه رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي اشنا راډيو ته وويل چي الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله رالويدلې او په يوه تمريناتي الوتنه بوخته وه.
ده وويل:"نن سهار په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کي یوه MD530 څرخي الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې او پر مهال یې دوه پيلوټان ټپيان شوي دي."
دی وايي چې دا مهال افغان نظامي پيلوټان تر درملنه لاندي دي.
بلخواته چارواکي د ډيورنډ کرښې ته نږدې په معروف ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي پدې باب اشنا راډيو ته وويل چې د ولسوالۍ د يوسف نيکه په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو بر یوه ډله برید کړی چې ۱۱ تنه یې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د زياته کړه چې امنيتي سرتيرو ته زيان ندی رسيدلی.
په کندهار کې امنيتي پېښې له تيري يوې مياشتي راهيسې زياتي شوي.
تيره ورځ هم د شورابک په ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال حکومتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
خپله وسله والو د معروف ولسوالۍ په اړه کومه تبصره نده کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0mdyvw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته