د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، پولیسو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودلو مخه نیولې او ماین ین یې شنډ کړی دی.
خبر پاڼه زیاتوي، یاد ماین د عمومي سړک په اوږدو کې ځای پر ځای شوی و، چې د موبایل په وسیله کنټرولېده، له چاودلو مخکې د پولیسو له لوري کشف او شنډ شوی دی.