دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 183033
۱۴ تنه اردو سرتیری د بادغیس مقر ولسوالی کې وژل شوی او اسیر شوی
بادغیس سیمه ایز چارواکې وایی چی ځواکونو کاروان ددی ولایت مقر ولسوالی کې د طالبانو کمین سره مخ شوی او په ترڅ کې یی دری تنه ملی ځواکونو سرتیری خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور طالبانو له لوری اسیر شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد ناصر نظری، د بادغیس ولایتی شورا غړۍ ددی پیښی په تایید سره افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: دا پیښه تیره شپه د مقر ولسوالی چشمه دوزک په سیمه کې رامنځته شوی دی.
هغه زیاته کړه: طالبان د ۳تنو په شهادت رسولو سره ۱۱ تنه نور سرتیری اسیر کړی او ځواکونو دری هاموی تانکونو ته هم اور ورپوری کړی دی او ۲ هاموی تانکونه د ځان سره وړی دی.
وکیل ناصری وویل: دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه چی مسلح طالبان ملی اردو یو بیز باندی د چشمه دوزک په سیمه کې برید کړی او اردو ځواکونه چی ددی ځواکونو مرستې ته روان وو د لاری په اوږدو کې غافلګیره کړی او تر برید لاندی نیولی دی.
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار، په همدی برخه کې غوښتی ترڅو بادغیس سیمه ایز او امنیتی مسؤولینو نظر واخلی خو سیمه ایز مسؤلین څه ویلو ته نه دی حاضر شوی.
 
https://avapress.com/vdcdss0fsyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته