دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 183039
جلال اباد ښار کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو ځای پر ځای کوونکو په ګډون ۸ وسله وال مخالفین ونیول شول
چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې او د داعش پنځه هغه غړي یې ژوندي ونیول،چې د نورو کړنو ترڅنګ یې په جلال اباد ښار کې وروستیو کې چاودیدونکې توکې او ماینونه ځای پر ځای کول .


د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د وري په ۲۱مه د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي له لورې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال نيول شوي وسله وال خبريالانو ته وروښودل شول.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د ملي امنيت منسوبين د جلال اباد ښار د وروستيو ناامنيو پېښو او چاودنو د عاملينو د نيولو په تړاو بېلابېل عملیات ترسره کړي او لا هم د دغو پېښو د مهار او عاملينو د نيولو هڅه روانه ده.
دی زياتوي په تېرو څو ورځو کې د ملي امنيت منسوبين توانېدلي چې د جلال اباد ښار، خوږياڼو، مومندرې، غني خېلو او بټي کوټ ولسواليو کې ۸ تنه وسله وال چې همدغو پېښو کې يې لاس درلود له يو شمېر چاودېدونکو توکو، بې غږه وسلو او نورو مهماتو سره یو ځای ونيسي.
هغه وايي نيول شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو د تبلغاتو د برخې يو مهم غړی هم شامل دی.
نوموړي وويل، جلال اباد ښار کې د نا امنيو وروستيو پېښو تر شا د داعش او طالب وسله واله ډلې لاس لري او زياتوي چې په ولسواليو کې تر ماتې خوړلو وروسته دغو ډلو ښار کې غلچکي بريدونه پيل کړي او غواړي خپلې ډلې فعاله وساتي،چې خوشبختانه د ملي امنیت منسوبینو له لورې ګڼ کسانو د نیولو ترڅنګ د مخنیوي اقدامات هم پیل دي .
ښاغلي مياخېل تر پخوا د ننګرهار وضعيت ښه یاد کړ او وايي، ډيرو ولسواليو ته چې له کلونو حکومت نه شو رسېدلی اوس د ولس په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې د حکومت تر حاکميت لاندې ورغلي دي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې کنفرانس پر مهال د انعکاس راډیو تلویزیون د بنسټګر انجینر زلمي له خوشي کېدو هم خبر وکر او په دې برخه کې د ځآنګړو هلو ځلو او د امنیتي ځواکونو د فشارونو څخه یادونه وکړه،همدا راز یې ټولو خبریالانو او ننګرهاریانو ته د نوموړي د خوشي کېدو له امله مبارکی ورکړه .
هغه وایي،د تېرو پنځه څلوېښت ورځو په موده کې احمد قریشي،انجینر زلمی،سوداګر علي خان،ریحان الله او یو بل تن تازه په بهسودو ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي،همدا راز ګڼ شمیر کسان یې په اړونده قضیو کې نیول شوي دي .
بلخوا د ننګرهار د ملي امنيت ادارې هغه ويډيوګانې هم د رسنيو په واک کې ورکړې چې نيول شويو کسانو په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د یادونې وړده،چې په وروستیو کې د ملي امنیت ځواکونو ګڼ شمیر هغه کسان چې د بېلابېلو جرمونو لپاره یې پلانونه نیولي،موخې تر رسیدو وړاندې نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjttevhuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته