دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 183044
افغانستان مصالحې رهبرۍ شورا بین الافغاني خبرو نېټه علان کړه
د افغانستان د مصالحې رهبرۍ شورا په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو نېټه اعلان کړه.

ټاکل شوې چې په دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرې د اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې پورې ترسره شي.
د دغې شورا وياند محمد عمر داوودزي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د مصالحې رهبرۍ شورا په دوهمه غونډه کې چې نن چهارشنبه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني به مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، وشوه.
په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي چې په دغه غونډه کې د مصالحې رهبرۍ شورا د لېست د بشپړوونکي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له‌خوا د سولې د مرکچي پلاوي د ټاکلو او د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو د کمېټو راپورونه هم واورېدل.
اعلامیه دا هم وايي چې یادو کمېټو ته د کار د دوام وویل شول او پرېکړه وشوه چې دوی به خپل راپورونه راروانې غونډې ته چې د راتلونکې شنبې په ورځ جوړېږي، وړاندې کړي.
https://avapress.com/vdcfjmdyjw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته