دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 183060
دایکندی ولایتی روغتون تجهیز د w.h.o  موسسه لهل وری طبی وسائلو باندی
دایکندی عامه روغتیا ریاست مسؤولین خبر ورکوی چی په دی ولایت کی ولایتی روغتون ۲۳ قلم طبی وسائلو باندی د ۲۵ زره امریکایی دالرو په ارزښت مجهز شو.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اسحاق علی دران د دایکندی ولایت عامه روغتیا رئیس ددی تجهیزاتو تحویلګیری په وخت کې وویل: د ۲۳ قلم په شمیر جنس د ۲۵ زره دالرو په ارزښت ولایتی روغتون ته چی اکسیجن، عملیات میز، ارتوپیدی ماشینونه، فشار آله او نورو ضروری وسایلو سره، ترلاسه کړ او اکمال شو.
ولایتی روغتون مشر داکتر حیدر حسامی هم د همکار موسسه څخه ستاینې ترڅنګ وویل: ولایتی روغتون ۱۰۰ بستره درلودونکې دی چی اوس دهغه څخه ډیر یعنی ۱۲۰ بستره فعال دی او په مجموع کې ۵۷ مرکز د موف موسسه له لوری تجهیز او اکمال کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې هم سید اعلا رحمتی د دایکندی ولایت والی، روغتیا برخی مسؤولین تر نیوکو لاندی نیولی او ویلی دی، دایکندی ولایتی روغتون وضعیت په هیڅ وجه د انسانانو په شان کې نه دی، په داسی توګه چی حتی په یو بستر کې دوه مریضان ساتل کیږی.
 
https://avapress.com/vdcd9s0fzyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته