کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایکندی ولایتی روغتون تجهیز د w.h.o موسسه لهل وری طبی وسائلو باندی

22 حمل 1398 ساعت 10:16

دایکندی عامه روغتیا ریاست مسؤولین خبر ورکوی چی په دی ولایت کی ولایتی روغتون ۲۳ قلم طبی وسائلو باندی د ۲۵ زره امریکایی دالرو په ارزښت مجهز شو.



 
د آوا په ګزارش سره، اسحاق علی دران د دایکندی ولایت عامه روغتیا رئیس ددی تجهیزاتو تحویلګیری په وخت کې وویل: د ۲۳ قلم په شمیر جنس د ۲۵ زره دالرو په ارزښت ولایتی روغتون ته چی اکسیجن، عملیات میز، ارتوپیدی ماشینونه، فشار آله او نورو ضروری وسایلو سره، ترلاسه کړ او اکمال شو.
ولایتی روغتون مشر داکتر حیدر حسامی هم د همکار موسسه څخه ستاینې ترڅنګ وویل: ولایتی روغتون ۱۰۰ بستره درلودونکې دی چی اوس دهغه څخه ډیر یعنی ۱۲۰ بستره فعال دی او په مجموع کې ۵۷ مرکز د موف موسسه له لوری تجهیز او اکمال کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې هم سید اعلا رحمتی د دایکندی ولایت والی، روغتیا برخی مسؤولین تر نیوکو لاندی نیولی او ویلی دی، دایکندی ولایتی روغتون وضعیت په هیڅ وجه د انسانانو په شان کې نه دی، په داسی توګه چی حتی په یو بستر کې دوه مریضان ساتل کیږی.
 


د مطلب کود: 183060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183060/دایکندی-ولایتی-روغتون-تجهیز-د-w-h-o-موسسه-لهل-وری-طبی-وسائلو-باندی

آوا
  https://www.avapress.com