جمهوررئیس د یاد جومات د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل، جومات د خدای کور او الهي ارادې ته زموږ د تسیلمۍ ځای دی او موږ د الهي ذات لارښوونو ته ژمن یوو.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، له ۲۰ ډېرو ولایتونو جامع جوماتونه نه لرل او په یوه سرتاسري برنامه کې مې لارښوونه وکړه چې په دې ولایتونو کې دې جامع جوماتونه جوړ شي او د فاریاب ولایت خلکو ته د دغه جومات د بنسټ ډبرې د اېښودو مبارکي وایم.
د هېواد جمهوررئیس وویل، دغه جوماتونه د ارګ عملیاتي واحد د ملي تدارکاتو له سپمول شویو پیسو څخه جوړوي او د امام ابوحنیفه (رح) د جامع جومات دویم پوړ ښځینه لمونځ کوونکو ته ځانګړی شوی.
د یادونې وړ ده چې امام ابوحنیفه (رح) جامع جومات په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په ۷۱۳،۳ متر مربع ځمکه جوړېږي او په یوه وخت کې به دوه زره لمونځ کوونکي په کې ځای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)