رازمحمد سناتور د سمنګان ولایتی شورا رییس د
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری په مصاحبه کې وویل چی طالبان نن سهار ۷ بجی په شاوخوا هغه موټرونه چی د دره صوف له لوری مزارشریف لوری ته حرکت کی وو د سمنګان کوتل ریګ په سیمه کې درولی او ۶۰ تنه موتر چلوونکې د ځان سره نامعلوم ځای ته وړی دی.
هغه زیاته کړه چی نږدی ۱۰۰ موترونه د لاری په اوږدو کې ولاړ دی او موټرچلوونکې حضور نه لری.
ښاغلی سناتور حکومت ددی موټر چلوونکې امنیت ساتلو کې بی توجه وبلل او زیاته کړه چی ډیر ځلې طالبان موټرچلوونکې ددی لاری څخه د ځان سره وړی او هغوی پیسی اخیستی خو حکومت تراوسه کوم توجه ورته نه دی کړی.