د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د صفر درې قطعې ځانګړو ځواکونو پرون ماسختن د یوه ښوونځي سرمعلم وواژه.
کندهار ولایت کې د یو ښوونځي سرمعلم وژل شوی
22 حمل 1398 ساعت 14:30
د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د صفر درې قطعې ځانګړو ځواکونو پرون ماسختن د یوه ښوونځي سرمعلم وواژه.
د صفر ۳ قطعې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه ابتدائیه ښوونځی سرمعلم وژلی.
د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي رسنیو ته وویل چې سرمعلم محمد ګل خان په خپل کور کې وژل شوی دی.
د پيښې انګېزه او لامل تر اوسه نهدی معلوم او د کندهار امنیتي ځواکونو هم تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نهدي ويلي.
د مطلب کود: 183083