کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسلوالو طالبانو په سمنګان ولایت کې ۶۰ کسان له ځان سره وړي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حمل 1398 ساعت 16:02

د سمنګان ولایتي شورا څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو د پنجشنبې پر سهار د سمنګان ولایت د ریک کوتل په سیمه کې د باروړونکیو موترو د چلوونکیو په ګډون شپېته کسان له ځان سره وړي؛ حکومت بی غوري کوي.



د سمنګان ولایتي شورا رییس راز محمد وايي؛ د ډبرو سکرو هر لیږدونکی موتر، چې لدې لارې تګ راتګ کوي په میاشت کې له اووه زره تر لس زره افغانیو پورې طالبانو ته باج ورکوي.
نوموړی زیاتوي؛ طالبانو موتر چلوونکیو ته خبرداری ورکړی و که دا پیسې ونه سپاري موتر به یې وسوځوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د دغو کسانو تښتول تائیدوي او وايي؛ هڅې روانې دي، چې د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب دا کسان راخوشې کړي.
د سمنګان د ولایتي شورا غړي وايي، وسلوال مخالفین د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې پراخ حضور لري او که یې پروړاندې عملیات ونشي د مخالفینو د فعالیت لمن به پراختیا ومومي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي،
 


د مطلب کود: 183092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183092/وسلوالو-طالبانو-په-سمنګان-ولایت-کې-۶۰-کسان-له-ځان-سره-وړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com