دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 183131
زلمي خلیلزاد د وسله والو طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغانده
زلمي خلیلزاد د وسله والو طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلام غندلی دی.

وسله والوطالبانو پرون د اپرېل په دولسمه وویل چې د "الفتح" په نوم پسرلني عملیات پیلوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرون ماسخوتن پر ټوېټر لیکلي چې دا د طالبانو "بې باکي" او د ټولو افغانانو د سولې د غوښتنې په اړه د هغوی د مشرانو بې پروايي څرګندوي.
خلیلزاد په دې ټوېټ کې پر پاکستان، قطر او نورو ولسونو چې د هغه په وینا، په افغانستان کې سوله غواړي، غږ کړی چې ویې غندي.
هغه په یوه بل ټوېټ کې لیکلي چې که وسله وال طالبان خپله دا پرېکړه عملي کړي، یوازې د افغانانو کړاونه به زیات کړي او زرهاوو نور افغانان به یې قرباني شي.

زلمي خلیلزاد لیکلي چې د جګړې اعلان د سولې د هڅو له پرمختګ سره مرسته نه کوي.
هغه لیکلي، په داسې وخت کې چې ټول افغانان باید د خپلې ګډې راتلونکې د ټاکلو لپاره سره را غونډ شي، د جګړې غږ اوچتول څرګندوي چې طالبان په پخوانیو لارو کې پاتې دي.
د امریکا خاص استازي د دې یادونه هم کړې چې ډېر طالبان او حتی د هغوی یو شمېر مشران د جګړې مخالف دي.
خو په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د پخواني رژیم استازی عبدالحکیم مجاهد د افغانستان د حکومت له لوري د "خالد" په نوم د پوځي عملیاتو پیل یاد کړ.
هغه وویل، د اوربند له موافقې پرته د جګړې مخنیوی ممکن نه دی.
عبدالحکیم مجاهد پرون ازادي راډیو ته وویل:"تر هغه وخته چې په مذاکرو کې په یوه اوربند توافق نه وي شوی، زما په عقیده د جګړې طبعیت دا دی چې دواړه خواوې به پر یوه او بل د زور څرګندولو لپاره عملیات کوي."
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي ټینګار کړی چې امریکا به د سولې د هڅو ترڅنګ د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو جګړه ختمه شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون وویل چې وسله والو طالبانو ماته خوړلې او داسې حرکتونه د هغوی د تبلیغاتي جنګ برخه ده.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې طالبانو په دې ډول څرګنده کړه چې جګړه پر سوله غوره ګڼي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند طلوع ټلوېزیون ته ویلي چې طالبانو وښوده چې د افغانانو غږ نه اوري او د تشدد زیاتوالی غواړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc11qss2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته