دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 183139
په شیرزادو ولسوالۍ مقام تروریستي برید د ۲۷ وسله والو طالبانو په وژل کېدو سره له ماتې سره مخ شو
د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مقام ودانۍ ته نږدې تېره شپه وسله والو طالبانو د بار وړنکو موټرو په وسیله دوه ځانمرګي موټر بم چاودنې وکړې او له هغې وروسته یې په ولسوالۍ مقام کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه،چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳۲ نور سخت ټپيان شول،چې پر ولسوالۍ مقام یې تروریستي برید هم له ماتې سره مخ شو.
په دې پېښه کې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او اته نور ټپیان دي،چې د دوو تنو حالات یې نازک ښودل شوی .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او د نظامي شورا غړو چې تېره شپه یې تر ناوخته د ولسوالۍ او لوړ پوړو امنیتي منسوبینو سره د مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه موضوع تعقیبوله،په ولسوالۍ کې د میشتو امنیتي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې څخه قدرداني وکړه،چې په لوړ مرال یې وسله والو طالبانو ته په مرګ ژوبلې اړولو سره د دوی شوم پلان شنډ کړ.
ښاغلی میاخیل وایي،سیمې ته د هوایي ځواک بشپړ چمتوالی شتون درلود،خو له دې امله چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ونلرو،د هوايي او مزایلو بریدونو څخه یې ډډه وکړه ،خو د پېښې د رامځته کېدو سره سم سیمې ته ځواکونه ورسیدل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeen6o49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته