دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 183152
د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري

د افغانستان حکومت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل په اړه د دوی اعلامیه، په افغانستان کې د دوی د نامشروع جګړې د دوام نښه بولي او ددوی دغه جګړه ییز اقدام په شدیدو الفاظو محکوموي.
د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانیږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده.
په افغانستان کې د جګړې او فساد پر دوام د طالبانو ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او اسلامي نړۍ جیدو علماوو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو د جګړې دوام جهاد نه، بلکې فتنه وبلله او د هغې د درېدو غوښتونکي شول. د افغانستان او اسلامي نړۍ علماوو په واضح ډول ویلي دي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو جګړه هېڅ ډول دیني مشروعیت نه لري او د دې جګړې د دوام لپاره هېڅ راز شرعي توجیه نشته.
 
 
د طالبانو دغه ادعا چې د جګړې اعلان یې د افغانستان حکومت د اعلان په ځواب کې کړی، هم ناسمه ده. د افغانستان حکومت نه یواځې دا چې د جګړې د پیلولو اعلان یې نه دی کړی، بلکې هغه خنډونه یي چې د سولې پر وړاندې وو له منځه وړي او د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه بولي.
د افغانستان خلک شاهد دي چې طالبانو، د پردیو په لمسون، په تېرو عملیاتو کې نه یواځې په ټول افغانستان کې زموږ پر بې ګناه خلکو تروریستي بریدونه کړي بلکې، د اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو پر خلاف یې په وار وار زموږ د متدینو خلکو پر خصوصي حریم تېری کړی،  ښځې او بې ګناه ماشومان یې برمته کړي او له هغوی څخه د سپر او د کورونو څخه یې د سنګر په توګه استفاده کړې ده.
د افغانستان  خلک او حکومت له هغو افغان ځوانانو څخه چې د طالبانو په جنګي لیکو کې دي او د دغې ډلې د رهبرۍ او سیمه ییزو حامیانو د قدرت طلبانه  موخو وسیله شوي، غواړي چې د هغوی پر خبرو ونه غولېږي او نور دې د خپلو مسلمانو خوېندو او ورونو ترمنځ د وېرې او وحشت جوړولو لپاره د پردیو وسیله نه شي.
د افغانستان خلک او حکومت د طالبانو د ډلې د هغو مشرانو او غړيو څخه چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د دغې جګړې له اعلان  سره مخالف دي غواړي چې د خپلو مسلمانو خلکو ترڅنګ دې ودرېږي او د دغه نامشروع اقدام پر وړاندې دې خپل غږ پورته کړي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته واضح لارښوونه شوې چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي او اسلامي نوامیسو څخه د دفاع د اصل سره په مطابقت او د افغانستان د متدینو خلکو د دفاع په خاطر دې ټول لازم تدابیر ونیسي او له خپلو سنګرونو څخه دې په کلکه دفاع وکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې له خپلې هرې لوېشت خاورې او د خپل هېواد د هر وګړي څخه په کلکه دفاع وکړي، یو ځل بیا د طالبانو له مشرانو څخه غواړي چې د دغې نامشروع او تحمیلي جګړې څخه دې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو لپاره دې د افغانستان د دولت او خلکو له قید او شرط پرته دعوت ته لبیک ووایي.
 
https://avapress.com/vdcftmdy0w6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته