دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 183166
ملي امنیت: په کندهار کې د طالبانو د درېیو قوماندانو په شمول یوه ۱۹ کسېزه ډله ونیول شوه
د نن شنبه د امنیت ملي په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، په نیول شوې ډله کې د طالبانو درې قومندانان نورالله مشهور په ابوظهر قومندان چې د ۴۰ اورپکو، فاتح د محمد اسحق زوی د ۳۰ اورپکو او حمید الله مشهور په ثاقب د مرادخان زوی په زابل کې د طالبانو د سرې قطعې د ۱۶ اورپکو د قومندانۍ چارې په غاړه لرلې، شامل دي.

د نن شنبه د امنیت ملي په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، په نیول شوې ډله کې د طالبانو درې قومندانان نورالله مشهور په ابوظهر قومندان چې د ۴۰ اورپکو قومندان، فاتح د محمد اسحق زوی چې د ۳۰ اورپکو قومندان او حمید الله مشهور په ثاقب د مراد خان زوی چې په زابل کې د طالبانو د سرې قطعې د ۱۶ اورپکو د قومندانۍ چارې په غاړه لرلې شامل دي.
د طالبانو د سرې قطعې یاد قومندان له ۱۶ تنو سره ډیورند کرښې پورې خوا د نظامي تعلیماتو لپاره تللی و چې بېرته له ستنېدو سره سم د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
په ورته وخت کې دکندز سیمه ییز چارواکي وایي چې، ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې، له امله یې د طالبانو د مشرانو په ګډون ۴۲ اورپکي وژل شوي. دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې وسلوال په کندز ښار د لوی برید پلان درلود
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaien6i49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته