کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني ښار کې ترافیکي څراغونه ګټي اخیستني ته وسپارل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 حمل 1398 ساعت 14:58

په غزني ښار کې د لومړي ځل لپاره ترافیکي څراغونه نصب او نن د والي وحیدالله«کلیمزي» لخوا د پټۍ په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارل شول.


د غزني والي ښاغلي کلیمزي د ښار په څلور لارو کې له ترافیکي ګڼي ګوڼي، ښاري بي نظمیو او د ترافیکي پیښو په مخنیوي کې د ترافیکي څراغونو شتون مؤثر وباله او هیله یې څرګنده کړه چې چلوونکي او عام خلک به د ترافیکي قوانینو تطبیق ته ژمن واوسي.
د هغه په وینا ټاکل شوي چې د ښار په ۶ نورو دري لارو او څلور لارو کې ترافیکي څراغونه نصب او فعال شي.
د غزني ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله«کامراني»، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال رمضانعلي«محسني، د ترافیکو مدیر منیر احمد«بختیار» او ښاروال انجنیر مختار احمد«ملکیار» هم له چلوونکو او ولسونو څخه د ښار د ښه نظم او له ترافیکي پیښو څخه د مخنیوي لپاره له ولسونو وغوښتل څو ترافیکي قوانینو ته ژمن واوسي.


د مطلب کود: 183175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183175/غزني-ښار-کې-ترافیکي-څراغونه-ګټي-اخیستني-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com