دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 183175
غزني ښار کې ترافیکي څراغونه ګټي اخیستني ته وسپارل شول
په غزني ښار کې د لومړي ځل لپاره ترافیکي څراغونه نصب او نن د والي وحیدالله«کلیمزي» لخوا د پټۍ په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارل شول.
د غزني والي ښاغلي کلیمزي د ښار په څلور لارو کې له ترافیکي ګڼي ګوڼي، ښاري بي نظمیو او د ترافیکي پیښو په مخنیوي کې د ترافیکي څراغونو شتون مؤثر وباله او هیله یې څرګنده کړه چې چلوونکي او عام خلک به د ترافیکي قوانینو تطبیق ته ژمن واوسي.
د هغه په وینا ټاکل شوي چې د ښار په ۶ نورو دري لارو او څلور لارو کې ترافیکي څراغونه نصب او فعال شي.
د غزني ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله«کامراني»، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال رمضانعلي«محسني، د ترافیکو مدیر منیر احمد«بختیار» او ښاروال انجنیر مختار احمد«ملکیار» هم له چلوونکو او ولسونو څخه د ښار د ښه نظم او له ترافیکي پیښو څخه د مخنیوي لپاره له ولسونو وغوښتل څو ترافیکي قوانینو ته ژمن واوسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0en6m49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته