د غزني والي وحیدالله«کلیمزی» ولسونو ته د امنیت له اړخه ډاډ ورکوي، د هغه په وینا دښمن په تشو تبلیغاتو سره غواړي عامه ذهنیت تر تأثیر لاندي راولي، خو په وینایې افغان امنیتي ځواکونه به یې په هره سیمه کې وځپي.
هغه وویل: (( دمګړۍ غزني ته د ۳ کنډکونو په کمیت تازه دمي ځواکونه را رسیدلي دي، کافي قوت او امکانات لرو، د غزني د امنیت لپاره یو هر اړخیز پلان د تطبیق په حال کې دی چې لومړۍ برخه یې عملا د خواجه عمري ولسوالۍ په استقامت کې د تطبیق په حال کې دی.))
د غزني والي وایې وسله وال له تبلیغاتو پرته د امنیتي ځواکونو پر وړاندي د هیڅ راز مقابلي توان نلري.
د هغه په وینا دغه راز د غزني ولایت په ټوله کې د هوایې ځواکونو تر جدي څار لاندي دی او په هره سیمه کې چې وسله وال د تحرک هڅه وکړي نو وبه ځپل شي. والي ښاغلي کلیمزي ولسونو ته ډاډ ورکړ چې دي ولایت کې دښمن سخته ماته خوړلي او په تیرو میاشتو کې ورته درانه تلفات اوښتيي خو د خپل کاذب قوت د ښودلو او د خپلو افرادو د لوړولو او د خلکو د اذهانو د مغشوشولو لپاره یې تبلیغاتي جګړه پر لاره اچولي ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)