کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجمل فایز د بلخ امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه وګومارل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 حمل 1398 ساعت 16:02

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې محمد اجمل فایز د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د چارسمبالي (سرپرست) په توګه وګومارل شو.



ښاغلی فایز د عبدالرقیب مبارز پر ځای چې کابو یوه میاشت مخکې، له وسله‎والو نښتو وروسته پر دغه مقام وګومارل شو - ګومارل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون رییس جنرال نعمت الله ابراهمي وايي چې دغه ګومارنه له دې امله شوې چې ښاغلي مبارز حضور ته د کورنیو چارو وزارت په نورو برخو کې اړتیا وه.
ابراهیمي زیاتوي چې ټاکل شوې ولسمشر غني ډېر ژر د بلخ د امنیه قومندان په توګه د اجمل فایز د ګومارنۍ فرمان صادر کړي.
اجمل فایز خپل لیسانس له انګلستان څخه ترلاسه کړی او دوکتورا یې هم په پوځي برخه کې له ترکیې اخیستې ده.
هغه له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د کشف او استخباراتو په برخه کې کار کړی او همدارنګه د لنډې مودې لپاره د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان هم و.
 


د مطلب کود: 183184

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183184/اجمل-فایز-د-بلخ-امنیه-قومندانۍ-سرپرست-په-توګه-وګومارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com