دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 183190
د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول، د ریال ټایم سیستم، د اترا پر وړاندې د روان کمپاين، د انټرنیتي قمیتونو د ټيټوالي او د فسبوک شبکې د کړنلارې په اړه د مخابراتو وزیر خبری کنفرانس
د ریال ټایم ډيټا مجمنټ سیستم په پروسې کار پیل شوي او ډير ژر به يې تجهیزات هېواد ته راورسیږي او د رسنیو په حضور به د ملت سره شریک شي.

د ۱۳۹۸ کال د وری د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل  د مخابراتو، مالیې وزارتونو او اترا اداې د ګډې کمیټې له لوري د لس سلنه مخابراتي محصول د پیل راهیسي تراوسه ۱۵ میلیارده افغانی راټولې او ملي خزانې ته جمع شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د ریال ټایم ډيټا مجمنټ سیستم په پروسې کار پیل شوي او ډير ژر به يې تجهیزات هېواد ته راورسیږي او د رسنیو په حضور به د ملت سره شریک شي.
ښاغلي اریوبی د خبري کنفرانس به ترڅ کې زیاته کړه( اترا کجا چېرې ده؟) موضوع  په جدي توګه تعقیبوم او اترا د مخابراتي او انټرنیټي مشکلاتو د حل په برخه کې ۲۰ ژمنې کړي وي چې له هغې څخه یوه  د شکایتونو د اوریدو شمیرې ته وړیا زنګ وهل پوره کړي او ۱۹ نورې يې تراوسه، نه دي پر ځای کړي،زه اترا ادارې ته یوه میاشت وخت ورکوم چې پاتې ۱۹ خپلې ژمنې عملي کړي او بغیر له دې د حکومت د رهبری هیله کوم چې اترا بیرته د مخابراتو وزارت سره یو ځای کړي ترڅو په یوه میاشت کې اصلاحات راولو او یا دې اترا د مخابراتو وزارت له ودانۍ د باندې په  بل کوم ځای کې فعالتونو ته دوام ورکړي چې خلک يې په توپیر  او فعالیتونو وپوهيږي.
د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د تولنیزو شبکو په تیره بیا د فیسبوک د مصؤونیت په اړه څرګندونې وکړي او زیاته يې کړه د هېواد بهرنیو چارو وزارت له لوري د فیسبوک مرکزي ادارې ته مکتوب لیږم چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د قانون په چوکات کې عیار کړي او ټول هغه مستعار او جعلي  اکونټونه چې د خلکو د اذیت او ازار سبب ګرځي او  د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د دودونو سره په ټکر کې وي بند کړي.
همدارنګه د مخابراتو وزیر وویل چې د سلام مخابراتي شرکت په انټرنیټي کڅوړو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی ترڅو نورې مخابراتي شبکې خپلو پيريدونکو ته د انټرنيت قمیتونه راټيټ کړي، موږ تیار یو چې دوی ته د افغان ټيلي کام شرکت له لارې ځانګړي تخفیف ورکړو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا راز د غیر راجستر سيمکارتونو د ټولولو په اړه د رسنیو سره معلومات شریک کړل چې د مارچ مياشتې له ۲۸مې نېټې تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۴۹۷۹ غېر راجستر سيمکارتونه را ټول شوي او لا هم دغه پروسه دوام لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwxnzv23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته