د جرمنو نړیوالې محکمې پرون اعلان وکړ چې، په افغانستان کې د امريکايې قومندانانو په شمول سيمه يېزو افغانانو د جنګي جرمنو د څېړنې په برخه کې لازمه مرسته نه ده ورسره کړې.
په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنې وړاندیز په ۲۰۱۷ کال کې ددې محکمې د مدافع وکيلانو له لورې شوی وو.
د بخښني نړيوال سازمان د جنګي جرمونو د نړيوالي محکمې دا پريکړه ټکان ورکونکې بللې ده او وایي چې، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړني ردول د دې محکمې اعتبار ته تاوان رسولی شي.
د افغانستان د بشري حقونو مشرې سيماسمر وویل چې، د نړيوالي محکمې له لورې د جنګي جرمونو د څېړنې وړانديز ردول د عدالت تامينولو او پخوانيو کمو هيلو شتون ته هم تاوان رسولی شي.
په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې محکمې پر هغو مدافع وکيلانو به بنديز ولګوي چې په افغانستان کې د امريکايې سرتيرو د قضيو په اړه د څېړني پلان لري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)