په لومړي اقدام کې افغان ځواکونو تیره شپه د ګیلان ولسوالۍ په جهانګیر بازار سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې لس(۱۰) تنه وسله وال وژل شوي او څلور(۴) تنه یی ژوندي نیول شوي دي، دغه راز د طالبانو اړوند یو فولډر موټر هم له منځه وړل شوی دی.
بلخوا تیره ورځ د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې یو(۱) طالب وژل شوی او څلور(۴) تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز تیره ورځ د خوګیاڼو او آب بند ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې دوه(۲) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته(۸) تنه ټپیان شوي دي. په یادو پیښو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)