دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 183197
د سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونه وځنډول شول
د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د روغتیا نړیوال سازمان، د طالبانو د ګواښ له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

طالبان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د روغتیا نړیوال سازمان له دې ډلې سره په خپلو شویو ژمنو عمل نه دی کړی، نو له همدې کبله د دې ډلې کارونه تر بل اعلان پورې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې منع اعلان وي.
افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه بیا وايي، د دې ستونزې د حل لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې بیا د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو دې کړنې ته په اشارې وايي، د جګړې ښکېل لوري باید د روغتیايي کارکوونکو امنیت او کارونو ته پام وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق یاسارویچ په دې اړه څرګنده کړه:«ښکاره ده چې موږ اندېښمن یوو، دا به خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو د رسېدنې په برخه کې ستونزه جوړه کړي. موږ پوهېږو چې ډېری خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسۍ نه لري او ورته اړتیا لري.»
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان د کارکوونکو د امنیت ساتنې په اړه ډاډ ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وویل:«سره میاشت، یو خیریه بې پرې بنسټ دی؛ د افغانستان د خلکو دښمنان یو ځل بیا ځان ثابتوي. چې د ټولو بشري او خیریه فعالیتونو په وړاندې خنډ ګرځي. موږ د دغو بنسټونو د امنیت د ټینګښت په برخه کې تل همکار یوو.»
د سره صلیب نړیواله کمېټه دېرش کاله کېږي چې افغانستان کې فعالیت کوي. جنګي اسیرانو او د جګړې قربانیانو سره مرسته د دغې کمېټې له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان بیا ماشومانو ته د واکسین رسول او نورو روغتیايي برخو کې فعالیت کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceox8zfjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته