دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 183206
پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی حکومت او وسله والو طالبانو له لوری جګړه ییزو عملیاتونو اعلانیدو په اړه اندیښنه ښودلی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حکومت له لوري د خالد تر نوم لاندې نظامي عملیاتو د اعلان او د وسله والوطالبانو له لوري د الفتح په نوم د جګړه ییزو عملیاتو د اعلانیدو له امله جدي اندیښنه ښوولې ده.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د جګړې له دواړو ښکیلو غاړو غوښتي چې د جګړې د دوام او د نظامي عملیاتو د پیلولو پر ځای دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمیدو او په دغو هېواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره متمرکزې کړي.
https://avapress.com/vdcfxmdyvw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته