کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی حکومت او وسله والو طالبانو له لوری جګړه ییزو عملیاتونو اعلانیدو په اړه اندیښنه ښودلی

24 حمل 1398 ساعت 19:01

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حکومت له لوري د خالد تر نوم لاندې نظامي عملیاتو د اعلان او د وسله والوطالبانو له لوري د الفتح په نوم د جګړه ییزو عملیاتو د اعلانیدو له امله جدي اندیښنه ښوولې ده.



ښاغلي کرزي په افغانستان کې د جګړې له دواړو ښکیلو غاړو غوښتي چې د جګړې د دوام او د نظامي عملیاتو د پیلولو پر ځای دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمیدو او په دغو هېواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره متمرکزې کړي.


د مطلب کود: 183206

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183206/پخوانۍ-ولسمشر-حامد-کرزی-حکومت-او-وسله-والو-طالبانو-له-لوری-جګړه-ییزو-عملیاتونو-اعلانیدو-په-اړه-اندیښنه-ښودلی

آوا
  https://www.avapress.com